د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر او مل پلاوي سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر او مل پلاوي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر ښاغلي فلیپو ګراندي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي فلیپو ګراندي افغانستان ته په خپل سفر، د اسلامي امارت له مسؤلینو سره پر کتنو او په افغانستان کې د امنیت پر تأمین خوښي څرګنده کړه وې ویل، اوس مهال راستنېدونکو کډوالو ته د بېړنیو مرستو او له ټولنې سره د دوی د بیا مدغمولو موضوعات له ځانګړي ارزښت برخمن دي، د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري پر خپلو مخکېنیو مرستو سربېره هڅه کوي د مهاجرینو د ستونزو په حلولو کې همکاري وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر وویل، دېته په کتو چې له ګاونډیو هیوادونو په زیات شمېر مهاجرین اخراجیږي اسلامي امارت توانېدلی د مهاجرینو د اجباري اخراج دغه وضعیت په ښه توګه مدیریت کړي چې د ستاینې وړ دی.

ښاغلي ګراندي زیاته کړه، نوموړي له نږدې د راستنېدونکو وضعیت کتلی او موضوع به له ذیدخلو ارګانونو سره هم مطرح کړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ښاغلي فلیپو ګراندي او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له راستنېدونکو سره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ د همکاریو قدرداني وکړه.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، له ګاونډیو هیوادونو څخه د راستنېدوکو مهاجرینو اخراج پام وړ چټک شوی آن تر دې چې یواځې د اسلام قلعه له بندر څخه په دې ورځو کې له ۳۰ څخه تر ۳۵ زرو پورې مهاجر اخراجېږي چې دغې چارې د راستنېدونکو لپاره ستونزې ایجاد کړي دي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، اسلامي امارت د هر هغه میکانیزم چې د مهاجرینو ستونزې حلوي هرکلی کوي او د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د دایمي استوګنې، بیا ادغام او نورو برخو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ او ټولو مرستندویه سازمانونو د همکارۍ غوښتنه کوي.#