د ریاست الوزراء اداري مرستیال د چین ولسي جمهوریت سفیر سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د چین ولسي جمهوریت سفیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د چین ولسي جمهوریت سفیر ښاغلي ژاوشینګ او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي ژاوشینګ د چین او افغانستان د تعاملاتو او دوستانه اړیکو یادونه وکړه او دا اړیکې یې په بېلابېلو برخو کې د پراختیا په حال کې وبللې.

ښاغلي ژاوشینګ د چینایي شرکتونو له لوري اجرا کېدونکو پروژو ته په اشارې وویل، د دې پروژو له بشپړېدو سره به افغانستان پام وړ اقتصادي ګټې وکړي.  

د چین سفیر همدارنګه د چین - جنوبي اسیا د نهم نندارتون (CSA) په اړه چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال هم وربلل شوی دی، معلومات وړاندې کړل او وې ویل، په دې نندارتون کې د افغان پلاوي ګډون به د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا لامل شي. 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د چین ولسي جمهوریت سفیر او مل پلاوي سره په کتنه خوښي څرګنده کړه او وې ویل، اسلامي امارت له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول د چین ولسي جمهوریت سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتونکی دی.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه له چین سره د افغانستان سوداګریزو اړیکو ته په اشارې هیله وښوده چې دواړه هیوادونه وکولای شي په سیاسي او اقتصادي برخو کې خپلې اړیکې او تعاملات لا ډېر پراخه کړي.