د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر نن د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو او متنفذینو سره په داسې حال کې ولیدل چې د نورستان ولایت مرستیال والي هم حضور درلود.

راغلو قومي مخورو او مشرانو وویل، له څو لسیزو وروسته د ګوشتې ټولو سیمو ته د سیمه ییزې حکومتولۍ لمن غځېدلې او د ولسونو په همکارۍ سرتاسري امنیت تامین دی.

یادو قومي مشرانو د ولسونو اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي وضعیت ته په اشارې وویل، د ګوشتې ولسونه لومړنیو خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې لا هم ستونزې لري او اړتیا ده چې په سیمه کې د اقتصادي پياوړتیا او پراختیا لپاره بنسټيزې پروژې عملي شي.

وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر وویل، د لسیزو جګړو او یرغلونو له امله افغانستان او افغانان کړېدلي او زیانونه یې لیدلي دي.

محترم مولوي عبد الکبیر زیاته کړه، د اشغال له پای ته رسېدو او خپلواکۍ ګټلو وروسته اسلامي امارت د هېواد ابادي او اقتصادي پياوړتیا خپل لومړیتوب ګرځولی او د ګوشتې مخورو ته یې ډاډ ورکړ، چې د اقتصادي طرحو په پلي کولو سره به د بېکارۍ کچه راټيټه او اقتصادي توانمندي زیاته شي.#