د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې اغلې روزا اتانبایوا سره په ارګ کې د مخه ښې کتنه وکړه.
په پیل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د هیواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله په رامنځته شویو ځاني او مالي زیانونو خواخوږي او همدردي څرګنده کړه او وې ویل، ما شخصاً په زلزله ځپلو سیمو کې د ملګرو ملتونو له لوري زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې رسولو مسؤلیت ترسره کړ.
اغلې روزا اتانبایوا د افغانستان اسلامي امارت له لورې پر وخت مدیریت او زلزله ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسول وستایل وې ویل، ملګري ملتونه به د روغتیايي، طبیعي پېښو او نورو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. نوموړې له اسلامي امارت وغوښتل چې د یاد سازمان نویو دفترونو د قراردادونو په نوي کولو کې همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د نوموړې د ماموریت قدرداني وکړه او وې ویل، د اسلامي امارت مسؤلین تل هڅه کوي چې پر وخت د خلکو ستونزې حل کړي.
نوموړي له زلزله ځپلو سره د دوستو هیوادونو، خیریه بنسټونو، سوداګرو او خیرخواه وطنوالو د مرستو او همکاریو مننه وکړه او وې ویل، موږ کولی شو ستونزې د تفاهم له لارې حل کړو او ډاډ یې ورکړ چې وړاندیز به یې د اسلامي امارت له رهبري سره شریک کړي.
د دې کتنې په پای کې، محترم ډاکټر ملا عبدالواسع له اغلې روزا اتانبایوا وغوښتل چې ځایناستي یې ماموریت په بریالیتوب ترسره او خپلو هڅو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه چې موږ به هم له نوموړي سره د خپل توان مطابق همکاري جاري وساتو.#