د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي او ورسره پلاوي د چين ولسي جمهوریت د يون نن ولايت والي ښاغلي وانګ يوبو او نورو سيمه ييزو مسؤلينو سره وکتل.
په دې کتنه کې، دواړو لوريو د افغانستان او چين ترمنځ د اقتصادي، سوداګريزو، روغتيايي، روزنيزو او اکاډميکو همکاريو په اړه بحث وکړ او په مختلفو برخو کې يې د دوه اړخیزه اړیکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.
ښاغلي وانګ يوبو وويل، چين د اقتصادي همکاریو په برخه کې د افغانستان د سياست هرکلی کوي او لېوالتيا لري چې په مختلفو برخو کې د تجربو په شريکولو سره خپلې همکارۍ لا زیاتې او ورته دوام ورکړي.
ورپسې محترم مولوي عبدالسلام حنفي د چين ولسي جمهوریت د يو کمربند، يوه لار لويه پروژه د وريښمو نوې لارې په توګه ياده کړه وې ويل، د افغانستان اسلامي امارت د دې لويې پروژې ملاتړ کوي.
د دې کتنې په پای کې، د رياست الوزراء اداري مرستيال او ورسره پلاوي د چين ولسي جمهوریت د يون نن ولايت والي له لوري جوړې شوې مېلمستيا کې ګډون وکړ.#