د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې، لومړی د ورسپارل شويو دندو په اړه د ټاکل شويو کمېټو فعاليتونه او کړنې وارزول شوې.
وروسته د امنيتي ارګانونو، د لوړو زده کړو، اطلاعاتو او فرهنګ او ماليې وزارتونو، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او امارتي شرکتونو پر اړوندو موضوعاتو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.
په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زياتې ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#