د رياست الوزراء اداري مرستيال له ايران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهير څخه ليدنه وکړه

د رياست الوزراء اداري مرستيال له ايران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهير څخه ليدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماښام، له ايران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهير او اړوندو سيمو ته د هغوی د لېږد پروسې څخه په کابل کې ليدنه وکړه.

د دې ليدنې پر مهال، د رياست الوزراء اداري مرستيال له نږدې څخه د کډوالو د راستنېدو بهير او خپلو اړوندو ولايتونو او سيمو ته د هغوی د لېږد پروسې څارنه وکړه او مسؤلینو ته يې پر وخت د هغوی چارو ته په رسيدګي ټينګار وکړ.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مختلفو له هغې ډلې کډوالو ته د روغتيايي چارو، خوړو او اوبو برابرولو په برخو کې د ټاکل شويو پلاويو هڅې وستايلې او هغوی ته يې ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې راستنېدونکو هيوادوالو ته په کور دننه د ژوند غوره شرايط برابر کړي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال همداراز د راستنېدونکو هيوادوالو غوښتنې او وړانديزونه واورېدل او اړوندو مسؤلينو ته يې لارښوونه وکړه، ترڅو د کډوالو اساسي اړتياوو ته رسيدګي وکړي.

په پای کې، محترم مولوي عبدالسلام حنفي له راستنېدونکو سره په مختلفو برخو کې د هيوادوالو له همکاريو مننه وکړه او وې ويل، اسلامي امارت له راستنېدونکو سره د ټولو هيوادوالو د همکارۍ دا اقدامات د افغان ملت تر منځ د وياړ او ورورولۍ واضح نښه بولي.#