د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د میدان وردګ والي محترم قاري بختیار معاذ سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی محترم قاري بختیار معاذ په میدان وردګ ولایت کې د اجتماعي، اقتصادي، امنیتي او د حکومتولۍ د وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
د میدان وردګ والي وویل، د اسلامي امارت مجاهدین او مسؤلین تل د خلکو په خدمت کې دي او کوښښ کوي چې د خلکو امنیت او ارامي تامین کړي.
نوموړي همدارنګه د پراختیایي چارو، روغتیا، کارموندنې او له ګاونډیو هیوادونو څخه د اجباري رااېستل شویو کډوالو په اړه د میدان وردګ د اوسېدونکو غوښتنې مطرح کړې او د اسلامي امارت د مسؤلینو د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د میدان وردګ والي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د امنیت تامین، د خلکو ستونزو ته رسیدګي او همدارنګه د هغو کډوالو هیوادوالو د ستونزو حل چې په اجباري توګه له ګاونډیو هیوادونو رااېستل کېږي د اسلامي امارت له ژمنو څخه دي او مسؤلین باید په دې برخه کې ډېر کوښښونه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د میدان وردګ والي له لوري د مطرح شویو موضوعاتو په اړه وویل، د اسلامي امارت مسؤلین به تر خپله وسه پورتنیو چارو ته رسیدګي وکړي.