د رياست الوزراء اداري مرستيال د چين يون نن ولايت مسؤلينو، اکاډميکو شخصيتونو او د پوهنتونونو استادانو او چيني او افغان محصلینو سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال د چين يون نن ولايت مسؤلينو، اکاډميکو شخصيتونو او د پوهنتونونو استادانو او چيني او افغان محصلینو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي چين ته د خپل رسمي سفر پر مهال د يون نن پوهنتون رئيس ښاغلي ما وينګهويي، د کونيمنګ د ساينسي علومو او ټکنالوژۍ پوهنتون رئيس ښاغلي جيانګهونګ، د يون نن قومي مطالعاتو د پوهنتون رئيس ليو قينګجيانګ، د کونمينګ طبي پوهنتون مرستيال ښاغلي لي ليهوا، اکاډميکو شخصيتونو، د يادو پوهنتونونو استادانو او يو شمېر چيني او افغان محصلینو سره وکتل. 

په دې کتنه کې، چې د رياست الوزراء اداري مرستيال او ورسره پلاوي هم حضور درلود، دواړو لوريو د افغانستان او چين پوهنتونونو ترمنځ د علمي او څېړنيزو اړيکو رامنځته کولو، د سمينارونو جوړولو، د علمي، څيړنيزو او ټکنالوژيکي تجربو تبادله کولو او د دواړو هیوادونو د پوهنتونونو تر منځ د روزنيزو او روغتيايي همکاريو په اړه بحث وکړ.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د چين لخوا د اسلامي امارت پلاوي د تود هرکلي له امله مننه وکړه او د افغانستان د فعلي وضعيت او د امنيت تأمين، په مختلفو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو برابرولو، د نشه يي توکو د کر، قاچاق، سوداګرۍ او استعمال پایته رسولو، د اداري فساد لمنځه وړلو او د معتادينو د راټولولو په اړه معلومات ورکړل.

د رياست الوزراء اداري مرستيال په علمي او اکاډميکو برخو کې د چين ولسي جمهوریت برياليو تجربو ته په اشارې په مختلفو په ځانګړي ډول طب، کرنې، انجينرۍ او ټکنالوژۍ برخو کې د دواړو هیوادونو د تحصيلي بنسټونو ترمنځ د علمي او څيړنيز مشارکت د تبادلې غوښتنه وکړه.#