د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن په داسې حال کې، چې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د هلمند مرستيال والي مولوي محمد نبي حماس، ولايتي مسؤلينو، علماوو، ملي سوداګرو او ولسي خلکو هم حضور درلود، هلمند ولايت ته د خپل سفر پر مهال د واشير ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کډوالو لپاره ښارګوټی پرانيست.
په پيل کې، د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل: ميليونونه افغانانو د کوم مادي امتياز يا کاروبار لپاره نه، بلکې د دين، وطن او نواميسو د دفاع په خاطر ګاونډيو او د نړۍ نورو هيوادونو ته هجرت کړی وو.
محترم حنفي وويل، اوس چې زموږ د مجاهد ولس په قربانيو او د الله تعالی په فضل په هيواد کې خپلواک او اسلامي نظام حاکم دی، مشرتابه او مسؤلين ټول خپلو خلکو ته د اقتصاد، تعليم، روغتيا او نورو برخو کې د اسانتياوو په برابرولو بوخت دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، د مهاجرينو ستونزو ته د رسيدنې عالي کميسيون شپږ کمېټې راستنېدونکو هيوادوالو ته عاجلې او اړينې مرستې او خدمات برابروي او شپږ نورې کمېټې په ټولنه کې د هغوی د بيا ادغام، کارموندنې، دايمي مېشتېدنې او سرپناه برابرولو لپاره بوختې دي.
محترم حنفي وويل: په هلمند ولايت کې د کډوالو په دغه ستر ښارګوټي کې چې نن یې د لومړي فاز چارې پرانیستل کېږي، د تفصيلي ښاري پلان مطابق پکې ټولې لومړنۍ اسانتياوې په پام کې نيول شوي او مستحقو راستنېدونکو هيوادوالو ته به توزيع شي.
دغه ښار ګوټی، چې په ۱۰۰۰۰ لس زره جريبه ځمکه د ښاري پلان مطابق د واشیر ولسوالۍ شوراب ته څېرمه دښته کې جوړیږي، په لومړي فاز کې يې پر ۵۰۰۰ پنځه زره جریبه ځمکه ۳ جامع جوماتونه، ۱۸ کوچني جوماتونه، ۳۰ مدرسې او ښوونځي، ۸ کلينکونه، ۵ روغتونونه، مارکېټونه او نورې اړتيا وړ برخې شاملې دي.#