عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هرات ولایت د علماوو شورا له مسؤلینو سره وکتل

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هرات ولایت د علماوو شورا له مسؤلینو سره وکتل

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی نن له غرمې مخکي په کندهار کې د هرات ولایت د علماوؤ شورا او د یاد ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د علماوؤ شورا له مسؤلینو سره، چې د جنوب غرب حوزې د تمیز رئیس، د دارالافتاء عمومي رئیس، د دیني خپرونو د کره کتنې اداري رئیس او د کندهار ولایت د یوشمېر ریاستونو رئيسان هم موجود وو، وکتل.

مجلس د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو، ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مجلس ګډونوالو ته وینا وکړه.

هغه د ټولو مسؤلینو د خدمتونو ستاینه وکړه او وې ویل د انبیاء علیهم السلام وروسته د ټول انسانیت د اصلاح مسؤلیت د علماء کرامو پر ذمه دی، ځکه دوی د انبیاؤو علیهم السلام ورثه او نایبین مقرر شوي دي، علماء د دين په ساتنه مکلف دي، الله پاک علماء کرام مسؤل کړي دي په حاکمانو او سلاطینو باندې، او خلک مکلف دي چې د علماء کرامو اطاعت وکړي، او د علماء کرامو محاسبه د الله پاک سره ده، د علماوو ذمه وارې او منصب ډير دروند دی، او حساب یې ګران دی، د اخری زمانې په فتنو کې دین او د اسلام احیا او د شریعت حاکمول ډیره لویه خبره ده، اوس علماء کرام مکلف دي چې د حکومت او سیاست له لارو به دین، اسلام او شریعت راپورته کوي او نافذوي به یې، عالیقدر امیرالمؤمنین د خبرو په دوام وویل: اوس خو د خلفاء راشدینو وخت نه دی، هغوی خو مجتهدین وو، موږ ډېر عاجزه یوو په دې اخري زمانه کې زموږ یو د بل کومک ته ډیر ضرورت دی، ضروري ده چې علماء کرام په خپلو منځونو کې یو د بل سره همکاري او کومک وکړي.

جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلو خبرو په پای کې وویل: په تیرو شلو کلو کې د اسلام د ورکولو لپاره ډير زر، زور او پیسې کارول شوې وې، او په خلکو کې یې د شریعت جذبات، اسلامي فکر، تقوا، دینداري او ایمانداري هرڅه تغیر کړ‌ې وو، پر مدارسو او علماء کرامو چاپې وهل کیدې، او د ختمولو لپاره یې کوښښ روان وو او د فحاشۍ لپاره یې لارې خلاصولې، په تیرو شلو کلو کې لکه څنګه چې د افغانانو کورونه، جایدادونه، او ښارونه خراب او ویجاړ شول، همدارنګه د افغانانو معنویات هم خراب او ویجاړ شول. اوس هم کوښښ روان دی، تر څو دا نظام ضعیفه کړي او د علماء کرامو په منځ کې تفرقه او اختلاف واچوي، تبلیغات کوي او د نظام د کمزوري کېدو کوښښ یې روان کړی دی او غواړي خلک پر علماء کرامو بې اعتماده او پر دیني طبقه یو داغ جوړ کړي.

 

څلور کاله کیږي چې په افغانستان کې اسلامي امارت حاکم دی او په ټولو برخو کې هیڅ قسم اختلاف، ډلبازي، جنګونه او موانع نشته، نو پکار دی چې علماء د همدې موقع څخه استفاده وکړي، د شریعت په حاکمولو کې پوره کوښښ وکړي، د اسلامي امارت د قوانینو، احکامو او فرامینو په تطبیق سره د فتنو دروازه بندیږي او د شریعت د نافذولو لپاره لاره خلاصه او اسانه کیږي، د فرمانونو او احکامو نه تطبیق د بې اتفاقۍ او تفرقې سبب کيږي، همداسې د خلکو د مشکلاتو په حلولو کې پوره کوښښ وکړئ، د خلکو ترمنځ اختلافات او بدۍ ختمې کړئ.

په پای کې ټولو علماء کرامو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي دي او ملاتړي به وي. 

وروسته مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېد والسلام.

۱۴۴۷/۲/۴ هـ ق