عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په کندهار کې د قاضي صاحبانو لپاره په جوړ شوي درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې چې د سترې محکمې رئیس، د سترې محکمې معاونین، د نظامي محکمې نظامي مرستیال، د امربالمعروف او نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر، د چارو ادارې لوی رئیس، د علومو اکاډمۍ رئیس، د دارالافتا لوی رئیس، د سترې محکمې د تمیز رئیسانو، د تمیز د دیوانونو رئیسانو، د نظامي محکمو رئیسانو او قاضیانو، د ولایتونو د مرافعې محاکمو رئیسانو، د مرافعې د دیوانونو رئیسانو، د ښاري محکمو رئیسانو، د ښاري محکمو د دیوانونو رئیسانو، د ولسوالیو قاضي صاحبانو او د اختصاصي محکمو قاضیانو برخه اخیستې وه، ګډون او ویناوې وکړې.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سیمینار ګډونوالو ته لازم هدایات او مهمې توصیې وکړې، د ټولو مسؤلینو د خدمتونو ستاینه یې وکړه او د سیمینار ګډونوالو ته یې د قضاء حکمت، حکم، اهمیت، شرف او اثبات په اړه د قرآن کریم او سنتو په رڼا کې تفصیلي وینا وکړه او ویې ویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله قضاء کوله، د شریعت احکام یې بیانول، فیصلې یې تنفیذ او حدود یې نافذول.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل چې قضاء په اسلامي نظام کې مهم رکن دی، په محاکمو سره د خلکو نفس، مال او عزت ساتل کیږي او د عدل د قضاء په نیت یو ساعت کښېناستل، الله تعالی جل جلاله (په یو روایت کې د شپیته کاله او بل روایت کې د اویا کاله) عبادت ثواب ورکوي، په قضاء سره فتنې او فسادونه له مینځه ځي، عدالت قایمیږي، د اسلامي نظام بقا په عدالت سره راځي او د محاکمو تقویه د نظام تقویه ده.
هغه زیاته کړه، که قضاء نه وي ظالم به ظلم کوي او د مظلوم غږ به څوک نه اوري او فسادونه، فتنې او بد اخلاقي به د ځمکې پرمخ رواج پیداکړي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د قاضيانو په اړه وویل: الله تعالی د ځمکې پر سر د خلکو د اخلاقي او عملي اصلاح لپاره قاضیان مقرر کړي دي، قاضي چې په عدل سره قضاء کوي الله پاک ته ډير خوښ دی او په اخیرت کې یې ځای جنت دی، په اسلامي نظام کې قاضي د امام وکیل دی او د امام له خوا ورته منشور او اصول ورکول کیږي، قاضيان صاحبان په اسلامي نظام کې لوی مسؤلیت لري تر څو په عدل سره په قضاء کولو د خلکو اعتماد پر اسلامي نظام ټينګ شي او د خلکو حقوق خوندي شي.
هغه وویل: دا د الله تعالی احسان دی چې د اسلامي او شرعي نظام د تطبیق لپاره یې زمینه برابره کړي ، په اوس زمانه کې دین، اسلام او شریعت راپورته کول زغم، صبر او استقامت غواړي او علماء کرام او قاضي صاحبان دې دین، اسلام، او شریعت په عملي کولو سره خلکو او دنیا ته ښکاره کړئ.
هغه زیاته کړه: د جهاد د اهدافو په عملي کولو کې لوی رول د محاکمو دی او محاکم به دین او د اسلام احیا کوي او اسلامي عقیدې، د شریعت تنفیذ او اسلامي اخلاقو ته به ترویج ورکوي او ټول نظام د محاکمو تر شا ولاړ دی.
جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلې وینا په اخیر کې قاضي صاحبانو ته په تقوا، تواضع، عاجزي او د خلکو ترمنځ په عدل کولو سره مهمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه، په قضاء کې یوازي د الله تعالی رضاء مقصود وګرځوئ، په عدل قضاء کولو سره د خلکو د هدایت ذریعه جوړ شئ، قاضي که په عدالت ودرېږي، الله تعالی به یې نصرت وکړي، د خپلو ترسره شوو قضایاوو او تجربو اړوند کتابونه او رسالې ولیکئ او نشر یې کړئ، تر څو راتلونکي قاضي صاحبان ستاسو د تجربو څخه ګټه واخلي او ځوان قاضي صاحبان دي د سپین ږیرو علماوو او قاضي صاحبانو سره ناسته کوي او د هغو له تجربو څخه دي ګټه واخلي، کوښښ وکړئ په قضاء کې علماء او نوي نسل و روزئ، په قضایي امورو کې یو د بل سره تذکیر او مذاکرې کوئ، د خپلو بندیانو خاص خیال وکړئ، بې سرنوشته بندي په محبس کې مه پریږدئ، د مدعي او مدعی علیه ترمنځ مساوات وکړئ، په فیصله کې د چا مراعت مه کوئ او د ټولو ادارو سره همکاري وکړئ.
وروسته سیمینار نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېد والسلام.
۶/محرم/۱۴۴۷ هـ ق