د ریاست الوزراء اداري مرستیال له محترم داکتر جعفر مهدوي سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال له محترم داکتر جعفر مهدوي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین له محترم داکتر جعفر مهدوي سره وکتل. 

په دې کتنه کې محترم داکتر جعفر مهدوي د اجتماعي مسایلو په اړه د خبرو پر مهال د سرتاسري امنیت پر تأمین خوښي څرګنده کړه او په هیواد کې یې د تلپاتې او پایداره ثبات او هوساینې د پیاوړتیا لپاره له اسلامي امارت سره د هیوادوالو همکاري مهه وبلله.

محترم مهدوي زیاته کړه، له ګاونډیو هیوادونوڅخه زموږ د وطنوالو د پراخې راستنېدو باوجود اسلامي امارت توانېدلی یاده موضوع په ښه ډول مدیریت کړي، چې دا کار د افغانانو پر وړاندې د اسلامي امارت د مسؤلینو وړتیا او زړه سوی ښیي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي محترم داکتر جعفر مهدوي او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت د ټولو افغانانو په خدمت کې دی.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، سره له دې چې له ګاونډیو هیوادونو څخه په زیات شمېر زموږ وطنوال هیواد ته را ستنېږي، اسلامي امارت په خپل ټول توان د دوی خدمت کوي، ترڅو ورته د اشتغال او کارموندنې زمینه برابره کړي. 

د دې کتنې په پای کې محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، هر راستنېدونکی هیوادوال زیات شمېر وړتیاوي او ظرفیتونه لري چې باید د دوی له وړتیاؤ څخه د هیواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره استفاده وشي.#