د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکتور ملاتړ کنفرانس کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا

د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکتور ملاتړ کنفرانس کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکتور د ملاتړ کنفرانس کې چې د افغانستان برېښنا شرکت له لورې جوړ شوی وو، ګډون او وینا وکړه.

په دې کنفرانس کې چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، د کابینې یو شمېر غړو او بهرنیو مېلمنو هم حضور درلود، په پیل کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال په کنړ او ننګرهار کې د وروستۍ زلزلې د شهیدانو روح ته د دعا پر مهال د دوی له کورنیو او د دې غمجنې پېښې ټپیانو سره خپله خواخوږي څرګنده او په دې برخه کې یې د ترسره شویو همکاریو قدرداني وکړه.

د ریاست ‌الوزراء اداري مرستیال د یاد کنفرانس جوړول د افغانستان، ګاونډیو هیوادونو او سیمې لپاره مهم وبلل او وې ویل، هغه فرصت چې په هېواد کې له نیمې پېړۍ جنګ وروسته رامنځته شوی واقعاً د ملاتړ وړ دی. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، په افغانستان کې د پانګونې پراخه زمینه برابره شوې ده، کورني او بهرني پانګوال کولی شي د اوبو، لمر، باد، نفتو او ګازو او ‌‌ډبرو سکرو څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

د ریاست ‌الوزراء اداري مرستیال د ګاونډیو هیوادونو، سیمې او نړۍ له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د انرژۍ د تولید، کانونو استخراج، ترانسپورټ، کرنې او روغتیا په شمول په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې ګاونډیو هیوادونو ته په خطاب کې وویل، موږ په بېلابېلو برخو کې ګڼ مشترکات لرو، زموږ تر منځ هیڅ ستونزه نشته، اسلامي امارت د مرکزي او سویلي اسیا د وصل په نقطه بدلېدل غواړي، بناءً لازمه ده له یو بل سره دوستانه کار او د خپلو ملتونو ګټې خوندي کړو.

د یادونې وړ ده چې زموږ هیواد د اوبو، لمر، باد، ګازو او ‌‌ډبرو سکرو څخه د ۳۰۰ زره میګاواټه انرژۍ د تولید وړتیا او د ګازو پنځه سترې حوزې لري چې په استفادې به یې نه یوازې د برېښنا د تولید بلکې په نورو برخو کې هم خودکفایۍ ته ورسېږو.#