د غوري سمنټو د درېیمې فابریکې جوړېدو چارې پيل شوې

د غوري سمنټو د درېیمې فابریکې جوړېدو چارې پيل شوې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بغلان ولایت کې د غوري سمنټو د درېیمې فابریکې د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه. 

په دغو مراسمو کې، د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال په هیواد کې دننه د سمنټو تولید او په دې برخه کې خودکفایۍ ته د رسېدو لپاره د دې فابریکې پرانیستل مهم وبلل او وې ویل، صنعتي کېدل د هر هیواد د لویو اهدافو په سر کې وي او هغه هیوادونه چې په مختلفو برخو کې تولیدي فابریکې لري، نه یوازې په کور دننه د هیوادوالو اړتیاوې پوره کوي؛ بلکې د اضافي تولید له امله صادرات هم کوي. 

محترم ملا صاحب زیاته کړه، تولیدي فابریکې د هیواد د ملي تولید او ملي عوایدو په لوړېدو او د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې اساسي رول لري.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، د غوري سمنټو د درېیمې فابریکې د تولید په پيل سره به د هیواد د سمنټو اړتیا لویه برخه په کور دننه پوره شي، صنعت به پراختیا پيدا کړي، له هېواد څخه به د اسعارو وتلو مخنیوی وشي، د ودانیزو چارو په تسهیل او تسريع او د سمنټو په نرخ کې به ثبات رامنځته شي، ورسره به ډېرو هیوادوالو ته کار پیدا او په لویه کې به د صنعتي افغانستان پر لور مهم ګام واخیستل شي.

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان تر ډېره پر بهرنیو وارداتو متکي دی او د ملي بوديجې زیات رقم هم د وارداتو په مقابل کې ورکول کېږي، په داسې حال کې چې له بهره واردېدونکي توکي له یوې خوا قېمته تمامیږي او له بلې خوا پایداره او ډاډمنه سرچینه نه ګڼل کېږي. 

نوموړي وويل، د هیواد په داخل کې د تولید دا ډول فابریکې کولی شي، چې په تدریجي ډول پر بهرنیو وارداتو د هیواد اتکا راکمه کړي او د یو تولیدي افغانستان پر لور اساسي ګامونه واخیستل شي.

په پای کې د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال د غوري سمنټو د درېیمې فابریکې له مسؤلینو وغوښتل، چې د یادې فابریکې چارې له منل شويو معیارونو سره سمې په پوره صداقت پرمخ بوځي او له هر ډول کاري او تخنیکي غفلت څخه ډډه وکړي. 

د یادونې وړ ده، چې د غوري سمنټو پر درېیمې فابریکې ۸۶.۸ میلیون ډالر لګښت راځي او د جوړېدو چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې د ملي پراختیا شرکت له لوري بشپړې شي. د دې درېيمې فابريکې د چارو په بشپړېدو سره به د غوري سمنټو فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۵۰۰۰ ټنه سمنټو د تولید وړتیا پیدا کړي.#