د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي چې د چين ولسي جمهوریت په رسمي بلنه د چين - سويلي اسيا همکاريو فورم نړيوال نندارتون کې د ګډون په موخه د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د چين (يون نن) ښار ته تللی و، نن سهار بېرته هيواد ته راستون شو.
د دې سفر پر مهال د چين ولسي جمهوریت اړوندو چارواکو د رياست الوزراء اداري مرستيال او ورسره پلاوي تود هرکلی وکړ.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې نندارتون او ياد فورم کې د ګډون او وینا تر څنګ د چين لوړ پوړو چارواکو، د يون نن ولايت والي او نورو مسؤلينو، د چين ولسي جمهوریت ملي رهبرانو، د پوهنتونونو استادانو، اکاډميکو شخصيتونو او د ياد هيواد سوداګرو او پانګه والو سره جلا، جلا وکتل.
په دې کتنو کې د رياست الوزراء اداري مرستيال په مختلفو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې تشريح کړې او دواړو لوريو د افغانستان او چين ترمنځ د اقتصادي، سوداګريزو، روغتيايي، روزنيزو او اکاډميکو همکاريو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړيکو لا زياتې پياوړتيا په اړه بحث او خبرې وکړې.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي او ورسره پلاوي د دې سفر په څنډه کې د يون نن ولايت د کرنيزو او درملو علومو علمي او څيړنيزو مرکزونو او همداراز د افغان سوداګرو لخوا د چين - سویلي اسیا نندارتون کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو ايښودل شويو غرفو څخه هم ليدنه وکړه.#