د اقتصادي کمېسيون غونډه کې د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده تایید شوه

د اقتصادي کمېسيون غونډه کې د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده تایید شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه، چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده د بحث لپاره وړاندې شوه.

د اقتصادي کمېسیون له لوري تر هر اړخیزې ارزونې وروسته د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده تایید شوه. د دې پالیسۍ موخې په معیاري توګه د کانونو تفحص، اکتشاف او ګټه اخیستنه؛ د کورنیو او بهرنیو پانګه والو جذب او د کان کیندنې نوې ټکنالوژۍ او تجهیزاتو واردول؛ د چاپېریال ساتنې او د کان کیندونکو د روغتیا او خوندیتوب ډاډمنول؛ په هیواد کې دننه د کاني موادو پروسس ته زمینه برابرول او د کانونو سکتور لپاره د متخصصو او تخنیکي بشري سرچینو روزل او د ظرفیت لوړول دي.

د اقتصادي کمېسیون په دې غونډه کې له شبرغان څخه تر دښت الوان پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ انتقالي مزي غځولو پروژې د پاتې چارو د بشپړولو قرارداد په حجم کې د تعدیل راوستلو په اړه هم بحث وشو او له مفصل بحث وروسته په یاد قرارداد کې لازم تعدیل راوستل شو. 

همدا راز دې غونډې ته د کمال خان بند د دویم فاز (قلعه افضل بند) د امکان سنجۍ د لومړنیو مطالعاتو او د هیواد په بندرونو کې د اړتیاوو معلومولو په موخه ټاکل شوو کمېټو خپل راپورونه وړاندې کړل.

یادې پرېکړې د نهايي تصمیم په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی دفتر ته واستول شوې.#