دهيواد د شمالي ولايتونو یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئيس کتنه

دهيواد د شمالي ولايتونو یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئيس کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئيس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د هيواد د شمالي ولايتونو یو شمېر سوداګرو او پانګوالو او د عبدالرووف ابراهیمي پلار حاجي محمد نبي سره چې څه موده مخکې یې ځوی د سړي تښتونکو له منګولو آزاد شو، وکتل.

په دې کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او د افغانستان اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد هم حضور درلود، په پیل کې حاجي محمدنبي له سړي تښتونکو څخه د خپل ځوی د را ازادولو په برخه کې چې بېرته یې د خپلې کورنۍغېږې ته ورستون کړ، د اسلامي امارت هڅې وستایلې.
همداراز نوموړي د سوداګرو او پانګوالو او د دوی د کورنیو د امنیت پر تامین د ټینګار تر څنګ د اسلامي شریعت په رڼا کې د عبدالرووف ابراهیمي او ټولو سړي تښتونکو د نیولو او مجازاتو غوښتنه وکړه.

یادو پانګوالو او سوداګرو په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول دوی ته د لا زیاتو اسانتياو برابرولو په برخه کې خپلې غوښتنې او وړانديزونه شریک کړل.

د دغې کتنې په پای کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئيس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د عبدالرووف پر ازادېدو خوښي څرګنده کړه وې ویل، اړوند ادارې به د سوداګرو او پانګوالو د امنیت د تامین او دغه راز د مجرمینو د نیولو او مجازاتو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئيس زياته کړه، ستاسې غوښتنې او وړانديزونه به له اړوندو ارګانونو سره تعقیبږي او د حل لپاره به یې لازم کارونه ترسره شي.