د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د کابل ښار د جوماتونو له علماوو او خطیبانو سره وکتل

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د کابل ښار د جوماتونو له علماوو او خطیبانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن مازدیګر د کابل ښار د ۲۲ ناحییو د جامع جوماتونو خطیبانو او علماوو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل. 

په پیل کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم شیخ محمود ذاکري یادو علماوو او خطیبانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، دا د افغانستان اسلامي امارت لپاره ویاړ دی چې له علمای کرامو سره غونډې کوي، مشورې یې اوري او د اسلامي نظام د چارو د لاښه والي لپاره ترې استفاده کوي.

نوموړي زیاته کړه، علمای کرامو، مجاهدینو او زموږ غیور ولس د اسلامي نظام لپاره بې شمېره قرباني ورکړه، دا مهال مجاهدین د هیواد سرحدونه او سنګرونه ساتي؛ علمای کرام باید د اسلامي نظام فکري سرحدونه پیاوړي او دفاع ترې وکړي، ملت له نظام سره نږدې او قانع کړي همدا راز دې د اغیارو ټولو شبهاتو ته چې راپورته کوي یې، ځواب ووايي.

وروسته د حاجي محمد یعقوب جامع جومات خطیب محترم مولوي عبدالباري د اسلامي نظام د ملاتړ په موخه د افغان علماوو د رول، د ابوبکر صدیق جامع جومات خطیب محترم شیخ عبدالمتین معتصم بالله د اسلامي امت د یووالي د پیاوړتیا د لارو چارو او د دیارلسمې ناحیې د امام‏هادي جومات امام محترم حجت الله سردار سلطاني د دیني او فرهنګي ارزښتونو د ترویج په برخه کې د علماوو د مسؤلیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

دوی وویل، علماء د اسلامي نظام او ټولنې ترمنځ د پل حیثیت لري، د خلکو غوښتنې له مسؤلینو او د مسؤلینو اوامر او هدایات له ولسونو سره شریک کړي. د اسلامي نظام ملاتړ پر اسلامي امارت احسان نه، بلکې زموږ علماوو دیني وجیبه ده. 

هغوی څرګنده کړه، دین سیاست دی او ټول پیغمبران په بشري ټولنه کې د شریعت د تطبیق لپاره مبعوث شوي دي، خو د شریعت تطبیق له نظام او سلطې پرته امکان نه لري.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او د اسلامي نظام د ملاتړ په برخه کې د کابل ښار د ۲۲ ناحییو د جامع جوماتونو په ګډون د هیواد د ټولو علماوو او خطیبانو کړنې وستایلې وې ویل، خوښ یوو چې د اسلامي نظام تر بېرغ لاندې د افغانانو په ګډ کور (ارګ) کې د هیواد د مظلوم ملت د خیرخواهۍ لپاره د یوه بل په مشوره تصمیم نیسو.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس زیاته کړه، که تاریخ ته وګورو هر کله چې پر افغانستان هلاکوونکی څپه راغلی نو علمای کرامو یې د جهاد په فتوا مخه نیولی ده، د مجاهدینو او د افغانستان د ویاړلي ملت په بې شمېره سرښندنو او قربانیو یې د ښکېلاک او شریرو عناصرو فتنې شنډې کړي دي چې د اوسني اسلامي نظام استقرار او حاکمیت یې غوره بېلګه ده.

محترم ډاکټر ملا عبدالواسع په هیواد کې د امنیت د تأمین، د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي، د معتادینو د درملنې، د سوالګرو د راټولو، د اداري فساد د لمنځه وړلو، تدارکاتي پروسو د اصلاحاتو، د غصب د مخنیوي، بېلابېلو سترو انکشافي پروژو د پېلولو او نورو برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو، لیدلوري او د ولس او نظام تر منځ د اړیکو په ټینګښت کې د علماوو د رول په اړه مفصلې خبرې وکړې.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس له راغلو علماوو وغوښتل چې، د منبر له لارې ملت ته د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنې، ښېګڼې او حقایق بیان کړي. یاده غونډه د محترم مولوي عبدالغیاث په دعائیې پایته ورسېده.#