د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د پاکستان کراچۍ کې د افغانستان اسلامي امارت سرکونسل محترم مولوي عبدالجبار تخاري سره وکتل.
د دې کتنې په پيل کې، لومړی محترم مولوي عبدالجبار تخاري د يادې کونسلګرۍ د فعاليتونو، کړنو او برنامو او همداراز پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه خپل راپور د رياست الوزراء محترم اداري مرستيال ته وړاندې کړ.
نوموړي وويل، په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ په دې هيواد کې د کډوالو د ستونزو رفع کولو لپاره خپله ټوله هڅه کوي.
په کراچۍ کې د افغانستان سرکونسل همداراز وويل، د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونې پر اساس هغوی په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا لپاره کار کوي.
په مقابل کې، د رياست الوزراء اداري مرستيال په کراچۍ کې د اسلامي امارت سرکونسل ته څرګنده کړه، چې پاکستان او افغانستان د دوو مسلمانو هيوادونو په توګه ګڼ فرهنګي، تاريخي، ديني او ټولنيز مشترکات لري او د دواړو هیوادونو مسؤلين کولای شي له دې ظرفيت څخه په اقتصادي، سياسي او فرهنګي برخو کې د اړيکو پياوړتيا او پراختيا لپاره استفاده وکړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال پاکستان کې له مېشتو افغانانو د اسلامي امارت د ملاتړ پر دوام ټينګار وکړ او وې ويل، د پاکستان کراچۍ کې دې د اسلامي امارت کونسلګري په دې هيواد کې د مېشتو افغانانو او کډوالو د ستونزو حل لپاره خپله ټوله هڅه وکړي.#