د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د سالنګونو لویې لارې د کاري بهیر لیدنه وکړه.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکتونو د ترسره شوو کارونو ستاینه وکړه او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه، ترڅو کیفیت ته په پام د ژمي تر را رسېدو مخکې د دغه مهمې لارې پاتې کارونه بشپړ کړي.
د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکتونو مسؤلینو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې ټولو معیارونو ته په پام د سالنګونو لویې لارې کارونه دوام لري او ژمن دي، چې د روان کال لپاره پلان شوي کارونه به د ژمي تر را رسېدو مخکې بشپړ کړي.
اوسمهال د سالنګونو لویې لارې د جنوبي سالنګ له ۱۰مې تر ۱۵مې ګالرۍ پورې د بیارغونې کارونه بشپړ شوي، چې په مجموع کې د جنوبي سالنګ کارونه ۵۵ سلنه پرمخ تللي دي. په یادو تکمیل شويو ګالریو باندې په خورا لوړ کیفیت ۸۵ سانتي متره کانکریټ اچول شوی دی.
په ورته مهال، د شمالي سالنګ د بیارغونې کارونه هم په چټکۍ سره روان دي.#