د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رئیس د امام بخاري رحمه الله د زیارت لپاره د افغانستان مجاهد ولس هدیه ازبکستاني لوري ته وسپارله

د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رئیس د امام بخاري رحمه الله د زیارت لپاره د افغانستان مجاهد ولس هدیه ازبکستاني لوري ته وسپارله

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم الحاج ډاکټر ملا عبدالواسع خادم په مشرۍ پلاوی نن ازبکستان ته ولاړ.

یاد پلاوي د خپل سفر په جریان کې نن د ازبکستان د ولسمشر خاص استازي عصمت الله اېرګاشیف او د سرخان دریا ولایت والي اوغلبیک قاسیموپ سره د ازبکستان د سرخان دریا ولایت په بین المللي مشترک بازار کې جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.

په پیل کې د افغانستان په چارو کې د ازبکستان خاص استازي عصمت الله ایرګاشیف افغان پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ کلتوري، اجتماعي، سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي اړیکې لا ښې او پیاوړې شوې او دا د سیمي په کچه یو لوی بدلون دی.

نوموړي وویل، ازبکستان کوښښ کوي له افغانستان سره مثبتې اړیکي لا ټینګي ، مسایلو ته ژر تر ژره د حل لاره پیدا، تجارت، اقتصاد، ټرانزیټ او نور پرمختګونه پر پوله باندي زیات کړي، چي دا د دواړو هیوادونو په ګټه دي.

ورپسې د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس الحاج ډاکټر ملا عبدالواسع خادم یادو مراسمو ته په وینا کې وویل، اسلامي امارت د ازبکستان په ګډون د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د حسنه اړیکو او په متقابل درناوي ولاړ تعامل غوښتونکی دی. همدارنګه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر هر اړخیزو اړیکو او د همکاریو پر لاپراختیا ټینګار وکړ.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رئیس وویل، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین او په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته زمینه برابره شوې، نو هیله ده چې ازبکستاني پانګوال د کرنې، روغتیا، کانونو، برېښنا او نورو برخو کې پانګونه وکړي. موږ ورته د لازمو اسانتیاوو او ملاتړ ډاډ ورکوو.

نوموړي همداراز د اسلامي امارت د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند او د افغانستان د مجاهد ولس له خوا په ازبکستان کې د امام بخاري صاحب رحمه الله د زیارت لپاره د افغاني مرمر ډبرو هدیه ازبکستاني لوري ته وسپارله.

نوموړي وویل، امام بخاري رح د مسلمة امت رهبر او مقتدا وو ، د دې ستر شخصیت سره د محبت او د ده د خدمتونو د درناوي په موخه د هرات ولایت د چیشت ولسوالۍ اړوند سیمي د کان دغه اعلی او باکیفیته مرمر چې ټولې ۴ زره متره مربع کېږي، هدیه کوو.

ورپسې د بلخ والي محترم الحاج ملامحمدیوسف وفا د اوزبیکستان او افغانستان خپلمنځي ښې دیني، فرهنګي او ټولنیزې اړیکې وستایلې او زیاته یې کړه، په همدې خاطر په ختيځه نړۍ کي بلخ او بخارا د نړۍ په کچه د علم او روښنایي په تاریخ کي ځلانده مشالونه یاد شوي او يادېږي. 

هغه زیاته کړه، همدارنګه بلخ او بخارا تر اسلام وروسته د علمي درجو د لوړولو، د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د سننو، احادیثو او اقوالو په راټولولو کي د نړۍ په کچه معتمد او صحيح جوامع لري، لکه صحيح البخاري، صحيح ترمذي او نور.

محتر وفا څرګنده کړه، ازبکستان له افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب په برخه کې ښې اړیکي پاللي او زموږ له عام ولس سره یې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د مرستو زمینه سازي کړې.

د بلخ والي زیاته کړه، د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته ازبکستان خپلې ډيپلوماتيکي اړیکي لوړې کچې ته ورسولې او اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برخه کي یې هم خپلي مخلصانه همکارۍ او مراودات جاري ساتلي، چي موږ د افغانستان د اسلامي امارت د بلخ ولایت په استازیتوب ورڅخه مننه کوو.