د رياست الوزراء اداري مرستيال د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموينې د پايلو د اعلان مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

د رياست الوزراء اداري مرستيال د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموينې د پايلو د اعلان مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموينې د پايلو د اعلان مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. 

په دې مراسمو کې، د رياست الوزراء اداري مرستيال په بريالي ډول د سږنۍ کانکور ازموينې د ترسره کولو له امله د ازموينو ملي ادارې هڅې وستايلې او ټولو هغو ګډونوالو ته يې مبارکي وويله، چې د کانکور ازموينې له لارې د هېواد تحصيلي بنسټونو ته بريالي شوي دي. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کلام الله مجيد او نبوي احاديثو په استناد د الهي اوامرو پر وړاندې د حضرت ابراهيم (ع) او حضرت اسماعيل (ع) په څېر د انسانانو په ژوند کې د ازموينو اهميت وستايه او ټينګار يې وکړ، چې ازموينې د پټو استعدادونو د راڅرګندېدو او د انسانانو په ژوند کې د ودې زمينه برابروي. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال د خپلو خبرو په پای کې، هغو زده کوونکو ته چې د کانکور په سږنۍ ازموينه کې يې غوره نومرې اخيستي او د ځان، کورنۍ، استادانو او خلکو د سرلوړي لامل شوي د مبارکۍ ترڅنګ وويل، هيله لرو دغه ځوانان وکولای شي پخپلو هڅو پوهه ترلاسه او پخپل لوړ ظرفيت اسلامي نظام، ملت او هیواد ته د ارزښتناک خدمت مصدر وګرځي.#