د اداري کمېسیون غونډه جوړه شوه

د اداري کمېسیون غونډه جوړه شوه

د اداري کمېسیون غونډه د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د اعضاوو په ګډون نن له غرمې مخکې جوړه شوه.

په دې غونډه کې لومړی د یاد کمېسیون له لوري د ورسپارل شویو مسوولیتونو په اړه د ګومارل شویو کمېټو کړنې او فعالیتونه وارزول شول.ورپسې د چارو ادارې عمومي ریاست، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د ازموینو ملي ادارې اړوند موضوعاتو باندې بحث او هراړخیزه ارزونه وشوه.

د غونډې په پای کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول او په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا دقیق کولو په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.