د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د یاد ریاست اړوند د ۱۴۰۴ مالي کال د کارکوونکو په تشکیل کې د تعیناتو او تبدیلاتو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې، ګډون او وینا وکړه.
د ارګ په ډبرینه ماڼۍ کې په دغه جوړه شوې غونډه کې چې د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست مرستیالانو، رئیسانو، امرینو او کارکوونکو حضور درلود، په پیل کې محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د دې تعیناتو او تبدیلاتو موخه د رياست الوزراء مقام د عمومي دفتر ریاست اړوندو ادارو کې د اداري لزوم دید مطابق د چارو لاښه والي وباله.
د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس څرګنده کړه، موږ ټول باید د هیوادوالو د خدمت او د چارو د اصلاح لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو، زموږ موخه باید خدمت وي، نه امتیاز. مسؤلین دې له خپلو کارکوونکو سره نرمي او شفقت وکړي.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د ستونزو د حل او چارو د ښې همغږۍ او ښه والي په موخه د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو تر منځ پر همکارۍ په ټینګار وويل، موږ ټول باید د مشرانو اطاعت وکړو او د دوی اوامر تر خپل وس او توان عملي کړو.
په پای کې د تشکیل سقف او د مسلکي، امتیازي او باالمقطع کارکوونکو د حقونو د ونډې د منظورۍ په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د تطبیق په موخه د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د کارکوونکو په تشکیل کې د ۲۲۲ بستونو د تنقیص او همدارنګه د ځینو تعیناتو او تبدیلاتو اړوند د اسلامي امارت د محترم رئیس الوزراء حکم محترم مولوي محمد داوود محمدي ولوست او ټولو ته یې په چارو کې د بریالیتوب دعا وکړه.#