د رياست الوزراء اداري مرستيال د افغانستان د اورتوپيدي او تروماتولوژي ټولنې پنځمې نړيوالې غونډې کې ګډون او وينا وکړه

د رياست الوزراء اداري مرستيال د افغانستان د اورتوپيدي او تروماتولوژي ټولنې پنځمې نړيوالې غونډې کې ګډون او وينا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د افغانستان د اورتوپيدي او تروماتولوژي ټولنې پنځمې نړيوالې غونډې کې ګډون او وينا وکړه. 

په پيل کې د رياست الوزراء اداري مرستيال د دې نړيوالې غونډې په جوړولو خوښي وښوده او څرګنده يې کړه، نن د خوښۍ ځای دی چې د امنيت او ارامۍ له وجې افغانستان د دغه ډول لويو غونډو کوربه دی او له مختلفو هيوادونو څخه پکې ډاکتران او پروفيسوران راټول شوي دي. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت له لوري د هيواد د خصوصي سکتور د ملاتړ ډاډ ورکړ او وې ويل، دوامداره جګړو مختلفو سکتورونو په ځانګړي ډول روغتيايي سکتور ته درانه زيانونه اړولي دي. 

نوموړي زياته کړه، اوس خوشبختانه زموږ ډاکتران او متخصصين هڅه کوي خنډونه له منځه يوسي او افغان ملت ته غوره خدمتونه وړاندې کړي. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال افغان ډاکترانو او پروفيسورانو ته په خطاب کې وويل، وخت رسېدلی چې خپله پوهه او تجربه د هيواد نوي نسل ته ولېږدوي او له دې لارې د ټولنې او هيواد خدمت وکړي. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي په پای کې له ډاکترانو او متخصصينو څخه وغوښتل، چې په هيواد کې دننه د ډاکترانو د ظرفيت لوړولو او د روغتيايي خدمتونو د کيفيت ښه کولو ته پاملرنه وکړي، ترڅو د هيواد روغتيايي سکتور وکولای شي خپل ځان له نړيوالو منل شویو معيارونو سره برابر کړي او د ناروغانو او پايوازانو باور هم ترلاسه کړي.#