د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوی عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د افغانستان بین المللي بانک (AIB) رئیس او د هیواد ملي تاجر محترم الحاج محمد ابراهیم محب سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی محترم الحاج محمد ابراهیم محب خبرې وکړې او په هیواد کې د اقتصادي، سوداګریزې او پانګونې د اوضاع او د افغانستان بین المللي بانک د کړنو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
محترم محب په مزارشریف کې د زړه او سرطان د تخصصي روغتون او په کابل کې د یو روغتون د تاسیس او راستنو شویو کډوالو سره د سل زره ډالرو مرستې یادونه وکړه.
د ریاست الوزاراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي سوداګري او پانګونه د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره مهمه لاره وبلله او وې ویل چې اسلامي امارت په هره برخه کې د داخلي او بهرنیو پانګوالو د هر ډول پانګونې ملاتړ کوي. .
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د یادو روغتونونو د تاسیس په اړه څرګنده کړه، روغتیا د هیوادوالو له حیاتي او اساسي اړتیاوو څخه یوه ده او اړتیا ده چې د اسلامي امارت ترڅنګ خصوصي سکتور هم په دې برخه کې ونډه واخلي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي راستنو شویو کډوالو د تاجرانو او پانګوالو د مرستو قدرداني وکړه او له ګاونډیو هیوادونو څخه د بېساري کډوالو راستنېدنې ته په پاملرنې یې له هغوی وغوښتل چې خپل وس دې له هیوادوالو سره له مرستې درېغ نه کړي.