د ریاست الوزراء اداري مرستیال د چین سفیر سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د چین سفیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د چین ولسي جمهوریت له سفیر ښاغلي ژاوشینګ او مل پلاوي سره وکتل. 

په دې کتنه کې د چین سفیر د افغانستان او چین تر منځ اوږدو اړیکو ته په اشارې وویل، دواړو هیواونو تل ښې او حسنه اړیکې لرلي او چینایي شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوال دي.

نوموړي پر دې په ټینګار چې د مس عینک پروژې د استخراج کار به ژر پیل او دا به د دواړو هیوادونو د اقتصادي ودې په برخه کې بریالۍ پروژه وي وویل، موږ ګډې هڅې کوو د دواړو هیواونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پخوا په پرتله لا پراختیا ومومي.

د چین ولسي جمهوریت سفیر هیله څرګنده کړه چې چین ته د اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي سفر به ښې لاسته راوړنې ولري.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، موږ به د خپل سفر پر مهال د چین ولسي جمهوریت د بېلابېلو چارواکو ترڅنګ له اکاډمیکو بنسټونو او سوداګریزو او اقتصادي کمپنیو سره هم کتنې ولرو.

نوموړي زیاته کړه، د دې سفر په لړ کې به په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو د تشریح ترڅنګ چینايي سوداګرو او پانګوالو او د چین - جنوبي اسیا د نهم نندارتون او فورم ګډونوالو ته ډاډ ورکړو چې په افغانستان کې د پانګونې له ښو فرصتونو په استفادې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.#