د هرات له علمي، روغتیایي او تاریخي مرکزونو څخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال لیدنه

د هرات له علمي، روغتیایي او تاریخي مرکزونو څخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال لیدنه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هرات ولایت ته د خپل سفر په جریان کې پرون په داسې حال کې چې د اسلامي امارت یو شمېر لوړپوړو او سیمه ییزو مسئولینو یې ملتیا کوله، د هرات د علماوو شورا ریاست، د شهید مولانا مجیب الرحمن انصاري رحمه الله تعلیمي مرکزونو، د مرحوم مولوي جلیل الله مولوي زاده رحمه الله هرات دارالعلوم سعدیه مدرسې، هرات جامع جومات، حبیب یار بین المللي روغتون او اختیارالدین تاریخي کلا څخه لیدنه وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي له یادو مرکزونو څخه د لیدنې ترڅنګ له اړوندو مسوولینو سره په کتنه کې د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو، د روغتیایي خدماتو د ښه والي، پراختیایي چارو او د تاریخي اثارو د ساتنې په اړه خبرې وکړې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ځوان نسل په روزنه او د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا کې د دیني او علمي بنسټونو او مرکزونو رول مهم وباله او له علمي مرکزونو او بنسټونو څخه د اسلامي امارت د هراړخیز ملاتړ ډاډ یې ورکړ.
همدارنګه محترم مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا په برخه او د تاریخي ځایونو په ساتنه کې د ترسره شویو هڅو قدرداني وکړه او د هیواد د تاریخي او فرهنګي اثارو په ساتنه او مراقبت یې تینګار وکړ.