د عربستان په جده ښار کې د افغانستان جنرال قونسل سره د ریاست ‌الوزراء اداري مرستیال کتنه

د عربستان په جده ښار کې د افغانستان جنرال قونسل سره د ریاست ‌الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست ‌الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان اسلامي امارت جنرال قونسل محترم مولوي عمران افغان سره وکتل.

په دې کتنه کې محترم مولوي عمران افغان د یادې قونسلګرۍ د کړنو، فعالیتونو او برنامو او په سعودي عربستان کې د مېشتو هیوادوالو د وضعیت په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ وویل، په جده کې د افغانستان قونسلګري په هغه هیواد کې د استوګنو افغانانو چارو ته د رسېدنې لپاره خپل ټول وس کوي. 

په جده کې د افغانستان جنرال قونسل زیاته کړه، د اسلامي امارت د رهبري د لارښوونې په اساس د دې قونسلګرۍ مسئولین په بېلابېلو برخو کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره خپل کوښښونه کوي. 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په جده کې د افغانستان اسلامي امارت د قونسلګرۍ د مسئولینو د کړنو او فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ وویل، افغانستان او سعودي عربستان د دوو مسلمانو او وروڼو هیوادونو په توګه زیات دیني، تاریخي او فرهنګي مشترکات لري.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، په جده کې د اسلامي امارت د قونسلګرۍ مسئولین باید د دواړو هیوادونو د اقتصادي، سیاسي او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او همدارنګه په هغه هیواد کې مېشتو هیوادوالو ته د لازمو خدماتو د برابرولو لا زیات کوښښ وکړي.