د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د هلمند والي محترم مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي سره وکتل
په دې کتنه کې لومړی محترم مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د یاد ولایت د عمومي وضعیت او محلي حکومتولۍ په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، په هلمند ولایت کې مجاهدین او محلي مسئولین خلکو ته د خدماتو او د هغوی د ستونزو د حل دوامدارې هڅې کوي.
د هلمند والي همدارنګه د یاد ولایت له لارې له پاکستان څخه د راستنو شویو مهاجرینو ستونزو رسیدګي ته په اشارې وویل، د دې ولایت ټول مسئولین کډوالو ته د خدماتو او سرپناه برابرولو کې خپلې هڅې نه درېغوي او شپه او ورځ هغوی ته د خدماتو رسولو کوښښ کوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هلمند ولایت د محلي مسئولینو د کړنو او فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ وویل، د هیوادوالو ستونزو ته رسیدګي او هغوی ته د هوساینې برابرول د اسلامي امارت له دندو او مسئولیتونو څخه دي او لازمه ده چې
مسئولین په دې برخه کې زیات کوښښ وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، هغو کډوالو ته د خدماتو برابرول چې په اجباري توګه له ګاونډیو هیوادونو څخه رااېستل کېږي، د هغوی د ستونزو حل د ټولو مسئولینو او هیوادوالو ایماني او انساني دنده ده او د افغانستان اسلامي امارت هغوی ته د سرپناه، انتقال او نورو خدماتو په برابرولو کې له ټولو شته امکاناتو ګټه اخلي.