په بلخ کې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې ښارګوټی پرانیستل شو

په بلخ کې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې ښارګوټی پرانیستل شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په داسې حال کې چې د ښار او کور جوړولو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني، محترم الحاج ملا محمد یوسف وفا او د اسلامي امارت نورو سیمه ییزو مسؤلینو یې ملتیا کوله، نن له غرمې مخکې د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې راستنېدونکو کډوالو ته نوی ښارګوټی پرانیست.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د پرانیستې په مراسمو کې څرګنده کړه، افغان کډوال په بشپړ نه زغمونکي وضعیت او اجباري توګه له ګاونډیو هیوادونو څخه رااېستل کېږي، اما د اسلامي امارت مشران او مسؤلین شپه او ورځ کوښښ کوي چې راستنېدونکو کډوالو ته په هیواد کې د ابرومندانه او ارام ژوند زمینه برابره او هغوی ته لازم خدمات وړاندې کړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دې په بیانولو سره چې له ګاونډيو هیوادونو څخه د افغان مهاجرینو اجباري اخراج د ګاونډیتوب او بین المللي اصولو خلاف دی، له ټولو مرستندویه بنسټونو او په داخل او بهر کې ملي تاجرانو څخه وغوښتل چې تر خپله وسه له راستنېدونکو سره مرسته وکړي.

د یادولو وړ ده چې دا ښارګوټی د جلال الدین محمد بلخي په نوم درې زره او سل جریبه مساحت لري او ټولې اړتیاوې لکه جومات، ښوونځی او کلینیک په کې په پام کې نیول شوي او هغو کډوالو ته چې د عالي کمېسیون له لوري مستحق وپېژندل شي، وېشل کېږي.#