د رياست الوزراء اداري مرستيال د زابل والي سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال د زابل والي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د زابل والي محترم ملا شېرمحمد شريف سره وکتل. 

د کتنې په پيل کې محترم ملا شېرمحمد شريف د دې ولايت د محلي مسؤلينو د فعاليتونو او کړنو د راپور وړاندې کولو تر څنګ وويل، د زابل ولايت ځايي مسؤلين د خلکو د خدمت، د هغوی د ستونزو لمنځه وړلو او همداراز د اسلامي امارت مشرانو د اوامرو او لارښوونو د عملي کولو لپاره له خپلو هڅو درېغ نه کوي. 

د زابل والي دې ولايت ته له ګاونډيو هيوادونو څخه د کډوالو ستنېدو ته په اشارې په دې اړه ځينې وړانديزونه د اسلامي امارت رهبري او مسؤلينو سره شريک کړل. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر دې کتنې د خوښۍ څرګندولو تر څنګ د زابل ولايت د ځايي مسؤلينو فعاليتونه او کړنې وستايلې. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال دېته په اشارې، چې د اسلامي امارت د مشرانو د اوامرو او لارښوونو عملي کول د مسؤلينو اساسي دنده ده، د وړانديزونو په اړه وويل، اسلامي امارت به د امکان تر کچې ورته رسيدګي وکړي.#