د رياست الوزراء اداري مرستيال د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر  (IOM) رئیس سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر (IOM) رئیس سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر (IOM) رئیس محترم محمد عبدیکر او مل پلاوي سره وکتل.

دا کتنه چې راستنو شویو مهاجرینو سره د انساني مرستو او خدماتو برابرولو په موخه ترسره شوه، د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر (IOM) رئیس محترم محمد عبدیکر د کډوالو چارو ته د رسیدنې په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت کړنې وستایلې. 

نوموړي همدارنګه د کډوالو چارو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په چوکاټ کې هغوی ته د بېلابېلو خدماتو او انساني مرستو رسولو په برخه کې د ګومارل شویو کمېټو د فعالیتونو ستاینه وکړه او وې ویل، IOM سازمان د افغانستان اسلامي امارت ترڅنګ له مهاجرینو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

محترم محمد عبدیکر د کوربه هیوادونو له لوري د کډوالو د حقونو د تامین او خوندیتوب په موخه د یاد سازمان کوښښونو ته اشاره وکړه او وې ویل، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) کوښښ کوي چې د نورو بین المللي سازمانونو په همکاري د مهاجرینو د مهارتونو په تشخیص سره هغوی ته د کارموندنې او زیاتو مرستو زمینه برابره کړي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر (IOM) رئیس محترم محمد عبدیکر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال د یاد سازمان د انسان دوستانه مرستو او د کډوالو ستونزو د رسېدنې برخه کې د موظفو ټیمونو د بېدرېغه همکاریو قدرداني وکړه.

نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې د ګاونډیو هیوادونو له لوري د مهاجرینو رااېستل زیات شوي، خو وضعیت په بشپړه توګه تر کنټرول لاندې دی او د افغانستان اسلامي امارت پرلپسې د کډوالو ستونزو ته رسیدګي کوي او په دې برخه کې د خلکو او خصوصي سکتور همکاري هم د قدر وړ ده.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بشري ځواک د شمېر، خېمو، نقلیه وسایطو، هنګرونو او د اړوندو ادارو له لوري د نورو اړتیا وړ وسایلو د زیاتوالي یادونه وکړه او وې ویل، د افغانستان اسلامي امارت مهاجرینو ته د خدماتو په برابرولو کې خپل وس نه درېغوي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال همدارنګه مهاجرینو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو ټینګار وکړ او له کوربه هیوادونو او نورو مسئولو نړیوالو بنسټونو یې وغوښتل چې د مهاجرینو د حقونو تأمين ته پاملرنه وکړي.