د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هېواد ته د راستنو شویو هیوادوالو د وضعیت ارزونې او د خدماتي کمېټو فعالیتونو د ارزونې په موخه ورېښمو پله ته څېرمه د راستنو شویو هیوادوالو له کمپونو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني او د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد هم د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملتیا کوله، د بېرته راستنو شویو هیوادوالو ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت به ورته د لنډ مهالې او اوږد مهالې مېشتېدنې زمینه برابره او د امکان تر حده شته ستونزې حل کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال او مل پلاوي راستنو شویو هیوادوالو ته د خدماتي کمېټو چارې و ارزولې او دوی ته یې د غوره خدماتو وړاندې کولو او د راستنو شویو وطنوالو بهیر د ښه مدیریت په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په نیمروز ولایت کې د راستنو شویو هیوادوالو لپاره د ١٦ میلیونه افغانیو په لګښت یو کمپ هم پرانیست.#