د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي ښاغلي سیف محمد الکتبي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د دغه لیدنې پر مهال د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني هم حضور درلود.
په ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د دوه اړخیزو په ځانګړي ډول اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه غني هېواد دی او اسلامي امارت هڅه کوي چې په دې زېرمو کې پانګونه جذب او پر مټ یې هېواد پر ځان بسیا کړي.
محترم ملا صاحب زیاته کړه د متحده عربي اماراتو پانګوال کولی شي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
ورپسې د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي وویل، دوی غواړي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د پانګوالو او سوداګرو کنفرانس جوړ کړي. په دې کنفرانس کې به د افغانستان لپاره پر هغو پروژو خبرې وشي، چې پر مټ به یې په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.
دغه راز نوموړي په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ او د سړکونو جوړولو په برخه کې پانګونې ته د خپل هېواد لېوالتیا وښوده.