د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د کندز ولایت قلعۀ زال ولسوالۍ له یو شمېر مسؤلینو او علماؤ سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې د قلعۀ زال ولسوال محترم مولوي عبدالقدیر حمزه د نورو په استازیتوب د خبرو پر مهال د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
نوموړي زیاته کړه، مجاهدین او سیمه ییز مسؤلین د امنیت او ارامي تأمین او د اسلامي امارت د مشرانو د اوامرو او لارښوونو اجرا ته چمتو او تل د خلکو د ستونزو د حل هڅې کوي.
وروسته محترم مفتي عبدالله خبرې وکړې او د اسلامي امارت له رهبري یې وغوښتل چې د قلعۀ زال ولسوالۍ د زېربنا له هغې ډلې د روغتونونو جوړولو، د برېښنا لېږد او د سړکونو ترمیم ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دوی د خبرو له اورېدو وروسته په ټینګار وویل، سیمه ییز مسؤلین دې د خپلو دندو په ترسره کولو کې کوتاهي نه کوي او د خلکو د ستونزو د حل لپاره دې لازم اقدامات ترسره کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کندز د سیمه ییزو مسؤلینو د کړنو د ستایلو ترڅنګ د یادو علماؤ د وړاندیزونو په اړه وویل، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام ورته رسیدګي وکړي.#