د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن غرمه د اهل تشیع علماوو او متنفذینو یو شمېر استازو سره په ارګ کې وکتل.
د لیدنې په پیل کې محترم سید صوفي ګردېزي، محترم سید حسن شریفي بلخابي او محترم محمد اسحاق صفدري د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د اسلامي امارت او ولسونو ترمنځ نږدې اړیکي او همغږي یې وستایله.
دوی وویل، اهل تشیع د اسلامي نظام بشپړ ملاتړ او اطاعت کوي، ورسره نېک روابط لري او تر سیوري لاندې یې په ښه تفاهم او تعامل په ژوند خوښ دي.
له بېلابېلو ولایتونو څخه د اهل تشیع علماوو او متفذینو راغلو استازو د اوبو، له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو له وجې په هرات، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سرپناه ستونزې ته د رسیده ګي، د جوماتونو بیارغاونې او جوړولو او د اسلامي امارت او خلکو ترمنځ د اړیکو لا زیاتې پیاوړتیا په موخه خپل مشخص وړاندیزونه او ستونزې په لیکلې بڼه شریکې کړې.
ورپسې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، ارګ د ټولو افغانانو شریک کور دی او د اسلامي امارت رهبري د ټولو ستونزو او وړاندیزونو ته رسیدګي خپل مسؤلیت بولي.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د اسلامي نظام او ولسونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې د اهل تشیع علماؤ او متفذینو د رول ستاینه وکړه.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د اهل تشیع علماوو او متنفذینو د هر وړاندیز په اړه مشخصې لارښوونې وکړې او ورته یې ډاډ ورکړ، چې له اړوندو مراجعو سره به یې شریک کړي.#