د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د بدخشان مرستیال والي محترم قاري محمد امین طیب سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې محترم قاري محمد امین طیب د بدخشان ولایت د خلکو د ژوند، اقتصادي، اجتماعي او امنیتي وضعیت او د مسؤلینو د فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
د بدخشان مرستیال والي وویل: د اسلامي امارت مجاهدین او مسؤلین تل د خپلو خلکو په خدمت کې دي او هڅه کوي ولسونو ته ډاډمن امنیت تأمین او خلکو ته سهولتونه برابر کړي.
نوموړي همداراز د مواصلاتي لارو، انکشافي چارو او کارموندنې په برخو کې د بدخشان د خلکو غوښتنې شریکې او یادو برخو ته یې د اسلامي امارت د اړوندو مسؤلینو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان مرستیال والي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د امنیت ټینګښت او خلکو ته د هوسا ژوند برابرول د اسلامي امارت له دندو څخه دي او مسؤلین باید په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې وکړي.
د ریاست الوزراء ادراي مرستیال د محترم قاري محمد امین طیب له لوري مطرح شویو موضوعاتو ته په اشارې وویل، د اسلامي امارت مسؤلین به په دې اړه د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې لازم اقدامات وکړي.#