محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د لیلې دښتې د شهیدانو ارواوو ته دعا وکړه

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د لیلې دښتې د شهیدانو ارواوو ته دعا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال نن په جوزجان ولایت کې د لیلې دښتې د شهیدانو مزار ته ورغی او د هغوی سپېڅلو ارواوو ته یې دعا وکړه.

 د‌ رياست الوزراء اقتصادي مرستیال د لیلې دښتې د شهيدانو قربانۍ نه هېرېدونکې وبللې او ویې ویل، د اسلامي نظام د اقامې په لاره کې د هغوی قربانۍ بېسارې دي او اسلامي امارت به يې د ارمانونو پوره کولو لپاره پوره هڅه وکړي.#