د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون رئیس محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن په داسې حال کې چې د هرات والي محترم شیخ نور احمد اسلام جار، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسؤلینو او د اسلامي امارت یو شمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله، د هرات په اسلام قلعه بندر کې له ایران څخه د راستنېدونکو هیوادوالو د راستنېدو بهیر له نږدې وکوت.
د دې لیدنې پر مهال د ریاست الوزراء اداري مرستیال د راستنېدونکو مهاجرینو وضعیت د ارزونې ترڅنګ پر وخت د غوره خدماتو وړاندې کولو په موخه، اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د راستنېدونکو هیوادوالو د ثبت، تثبیت او موقتې میشتېدنې، دوی ته د روغتیایي خدماتو او اړوندو ولایتونو ته د لېږد بهیر څخه د څارنې پرمهال د صحي کلینیکونو، امبولانسونو او مالي چارو د تنظیم په برخه کې د ترسره شویو اقداماتو قدرداني وکړه او د مؤظف پلاوي صادقانه هڅې یې وستایلې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال همدا راز د راستنو شویو هیوادوالو غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او اړوندو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې له ممکنه فرصت څخه په استفادې دې، ژر د دوی اساسي اړتیاؤ ته رسیدګي وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي راستنېدونکو هیوادوالو ته د روغتیا، لېږد، بیا میشتېدنې او شغلي فرصتونو د ایجاد په برخو کې پر لازیاتو اسانیتاؤ برابرولو هم ټینګار وکړ.#