د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخوند نن ماښام د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ پلاوي سره، چې د افغانستان لپاره د یاد هیواد ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف هم حضور درلود، په ارګ کې وکتل.
په دې لیدنه کې چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي امیر خان متقي هم حضور درلود، د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او ازبکستان اړیکي تاریخي او لرغونې وبللې.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر محترم بختیار سعیدوف، د جمهور رئیس ښاغلي شوکت میرضیایوف سلامونه او نیکې هیلې محترم رئیس الوزرا او افغان ملت ته وړاندې کړې.
نوموړي وویل، نن د افغانستان او ازبکستان لپاره یوه تاریخي ورځ ده. د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سیاسي مشورتي ملاقات وشو او د ټرانس ـ افغان رېل پټلۍ د امکان سنجۍ درې اړخیزه تفاهم لیک هم لاسلیک شو.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې سیاسي ثبات، اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند ښه والي لپاره دوامداره هڅې مهمې لاسته راوړنې وبللې او وې ویل، دا ښیي افغانستان د پرمختګ پر یو ښه مسیر روان دی.
نوموړي د سیمې او نړۍ له اکثریت هیوادونو سره د افغانستان اسلامي امارت ښه تعامل ته په اشارې زیاته کړه، ازبکستاان په نړیواله سطحه د افغانستان حکومت او خلکو حمایت کړی او ورته به دوام ورکړي.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر د محمد بن اسماعیل امام البخاري (رح) د زیارت بیارغاونې لپاره د ځانګړې پاملرنې له امله د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، دا نه یوازې د ازبکستان او افغانستان، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره د ویاړ ځای دی.
نوموړي وویل، تر اوسه د ازبکستان او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ له سلو څخه زیاتو پلاويو تګ راتګ کړی دی او دا د دواړو هیوادونو ترمنځ پیاوړې اړیکي ښیي. هیله ده په راتلونکې کې هم دوام وکړي او محترم رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند ته یې ازبکستان ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړه.
ورپسې د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم ملا محمد حسن اخوند د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د نیکو او ښو اړیکو یادونه وکړه او هیله یې وښوده چې دغه اړیکي په راتلونکي کې نورې هم پیاوړې شي.
محترم رئیس الوزراء وویل، ازبکستان یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې له ابتداء تر اوسه پورې له افغانستان سره ښه همکار پاتې شوی دی او موږ د اقتصادي مشترکاتو ترڅنګ نور معنوي مشترکات هم لرو.
د افغانستان اسلامي امارت محترم رئیس الوزراء له ازبکستان سره نیکو او پیاوړو اړیکو ته په اشارې زیاته کړه، ازبکستان درک کړې، چې ستونزې په تګ راتګ او تفاهم حل کېږي او له همدې امله یې اسلامي امارت سره نیک تعامل غوره کړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت محترم رئیس الوزراء د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر له لارې د ازبکستان محترم جمهوررئیس شوکت میرضیایوف ته خپلې نیکې هیلې او سلامونه وړاندې کړل او وې ویل، خدای (ج) دې د دواړو هیوادونو ترمنځ دا ورورولي او همکاري دوامداره او پیاوړې ولري.#