محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان لومړي وزیر سره وکتل

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان لومړي وزیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د اذربایجان هېواد په خنکندي ښار کې د قزاقستان له لومړي وزیر سره وکتل.

د دې لیدنې پرمهال د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو خبرې وشوې.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند قزاقستان د افغانستان لپاره مهم او د باور وړ سیمه‌ییز شریک وباله او د افغانستان لپاره یې د دغه هېواد له لوري د ځانګړي استازي ټاکل کېدل غوره ګام یاد کړ. هغه له قزاقستان جمهوریت مننه وکړه چې په نړیوالو سټېجونو یې د افغانستان ملاتړ کړی. 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان د قزاقستان لپاره منځني ختیځ او جنوبي اسیا ته د ترانزیټ مهمه لار ده او همداراز قزاقستان کولی شي چې افغانستان له اروپا سره ونښلوي. پر همدې اساس دې قزاقستان د پانګونې، سوداګرۍ، ریل پټلۍ او په ترانزیټي چارو کې له شته فرصتونو څخه استفاده وکړي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او قزاقستان ترمنځ درې میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې رسېدو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو توکو د حفظ او قرنطین د موافقتنامې لاسلیک کېدل، افغانانو ته د ویزو ورکړې په برخه کې اسانتیاوې برابرول او د قزاقستان په زمان او ازادۍ بانکونو کې د افغاني بانکونو د حسابونو پرانیستل مهم وبلل. هغه په دې برخه کې د افغاني بانکونو د چمتووالي ډاډ ورکړ. 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په اړه وویل، افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د وارداتو او صادراتو لپاره د عملیاتي شرکت په تأسیس کار شروع کړی، چې ژر به قزاقستان ته ورمعرفي شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د نړیوال حمل او نقل او ترانسپورټ په اړه د موافقتنامې مسوده ترتیب کړې، له افغانستان څخه په تېریدونکو ترانزیټي اموالو باندې د فیس کمولو په اړه هم جدي کار روان دی، له ایران، قزاقستان او ترکمنستان سره په صنعتي، سوداګریز او ترانسپورټي ډګر کې د همکارۍ موافقتنامه هم ترتیب شوې چې په یادو برخو کې د قزاقستان همکاري مهمه ده.

ورپسې د قزاقستان لومړي وزیر وویل، قزاقستان له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د لا پراختیا لپاره به یې په نږدې ورځو کې د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر وکړي. لومړي وزیر زیاته کړه، ژر به په افغانستان کې د تورغونډۍ – هرات اوسپنې پټلۍ پروژه کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه پيل کړي.

هغه د قزاقستان له لوري د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته هم لېوالتیا وښوده او ویې ویل، چمتو دي چې له افغانستان څخه د میوو واردات زیات او همداراز د قزاقستان له خاورې د افغانستان صادراتو ته اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي

لومړي وزیر وویل، قزاقستان د لسو هغو هېوادونو له جملې څخه دی چې له افغانستان سره زیاتې سوداګریزې اړیکې لري او دوی د دې اړیکو پراختیا ته ژمن دي.