عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د کندهار ولایت په مقام کې د کندهار ښار د پنځلسو حوزو د علماء کرامو یوه لویه غونډه کې چې د کندهار والي، د کندهار مرستیال والي، د جنوب غرب حوزې د تمیز رئیس، د مرکزي دارالافتاء عمومي رئیس، د جهادي مدارسو عمومي رئیس، د دیني خپرونو د کره کتنې رئیس، د کندهار د امربالمعروف رئیس او د کندهار د حج او اوقافو رئیس هم حضور درلود، ګډون او وینا وکړه.
مجلس د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو، ورپسې د حوزو په نمایندګۍ پنځو تنو علماء کرامو او خطيب صاحبانو ويناوې وکړې، اسلامي نظام يې د الله تعالی لوی نعمت او د علماوو لپاره يې د خلکو د اصلاح او هر قسمه فساد د له منځه وړلو ښه فرصت وباله.
وروسته عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مجلس ګډونوالو ته مهمې توصیې، سپارښتنې او وینا وکړه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی، ټولو علماء کرامو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، دا یو بابرکته مجلس دی او په ښه فکر او ښه نیت د عامو مسلمانانو د ګټې او مصلحت لپاره جوړ شوی او د الله تعالی ډیر قدرمن بندګان په ډیر ښه نیت باندي را جمع شوي دي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی علماوو ته په خطاب کې وویل، د ځمکې پر مخ د الله جل جلاله تر ټولو قدرمن بندګان همدا تاسو علماء کرام یاست، دا چې د علماوو مسئولیت خورا دروند دی، په کار دی چې علماء کرام خپل مسئولیت په ښه توګه اداء کړي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل دوه صفونه دي، چي یو د علماوو صف او بل د حاکمانو صف دی، عام خلګ په همدې دوو صفونو پسې روان دي، دغه دوه صفونه چې هر لاره انتخابوي، خلک ورپسې روان دی، که الله جل جلاله دا دوه صفونه اصلاح کړل، نو ټول خلک ورسره اصلاح کیږي او که خدای مکړه دا دوه صفونه په فساد اخته شول، نو خلک هم په فساد کې ورسره اخته کیږي، د دې ټولنې ټول ځوانان ماته داسې دي لکه خپل اولادونه، زه یې د اصلاح پوره پوره کوښښ کوم او ان شاء الله په یاده برخه کې خپل مسئولیت اداء کوم.
په دې مجلس کې علماء کرامو ته زما توصیه داده چې خلکو ته د ترافیکي پیښو په هکله چې په دې وخت کې ډیرې پیښیږي او د خلکو ژوند اخلي، پوهاوی ورکړي، تر څو خلک پخپله د ځانونو د هلاکت سبب نشي او نه په خپله بې احتیاطۍ سره د نورو خلکو ژوند واخلي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی زیاته کړه، په تېرو نظامونو کې غیرشرعي امورو وده کوله او خلک به د دین سره نا اشنا کېدل، هغوی فساد او فحاشي رواج کړې وه، د خلکو فکرونه او ذهنونه یې ورخراب کړي وو، خلک یې دې ته هڅول، چې د دین او مذهب مقابله وکړي او د همدې لپاره یې ډېره پانګونه هم وکړه، د خلکو ذهنونه او فکرونه دومره خراب شوي وو، چې اوس شریعت ورته نابلده ښکاري.
عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی زیاته کړه، د اسلامي نظام لپاره د خلکو د لمنځونو اقامه او اصلاح مهم کار دی، حضرت عمر رضي الله عنه به خپلو والیانو ته ویل ستاسو په کارونو کې زما لپاره ترټولو مهم کار ستاسو لمونځ دی، که لمونځونه مو اصلاح شي نور کارونه به مو اصلاح وي، بناً زه هم ټولو د جمعې هغو لمونځونو ته اجازه ورکوم چې تر اوسه له اجازې پرته ادا کیږي او د جمعې د لمانځه شرایط په کې برابر دي، ځکه د جمعې د لمانځه له شرایطو څخه یوشرط د امام اذن دی.
جناب عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی وویل، زموږ ټول قوانین، پرېکړې او حکمونه د شریعت مطابق دي، چې له شریعت سره تطبیق یې د علماوو او پوهانو لخوا په پوره تحقیق او دقت په مختلفو پړاوونو کې څېړل کیږي، د شریعت په تطبیق او خلکو ته د علم او پوهې په ورکړه کې، د ټولنې د اصلاح لپاره په ګډه باید خدمت وکړو او د ټولنې د اصلاح لپاره باید سره یو شو، مسئولین هم په تاسو اصلاح کیږي، تاسو یې حق ته رابولئ، د حق خبره ورته کوئ او ورته وایاست به چې پر دغه لار لاړ شئ، تاسو ته معلومه ده چې امربالمعروف او نهی عن المنکر د مسلمانانو او اسلامي نظام مهمه او مقدسه وظیفه ده، کومه جامعه کې چې امربالمعروف او نهی عن المنکر نه وي هغه جامعه له فساد او د الله تعالی له عذاب سره مخ وي، د علماء کرامو دا وظیفه ده چې خلک د پیغمبر علیه الصلاة والسلام سنتو ته را وبولي چې سیرت او صورت په شرعي طریقه برابر کړي، لکه ږیره، لنګوټه او داسي نور او د خپل ژوند په چارو کې د شریعت د مخالفت څخه ځان او کورنۍ وساتي.
په پای کې ټولو علماء کرامو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل زعامت او د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي وو او وي به.
وروسته مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېد.والسلام.