د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال سره وکتل

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن غرمه د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي اولیګ کوروبچینکو سره چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر کابل ته راغلی و، وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر محترم نورالدین عزیزي او یو شمېر نورو امارتي مسؤلینو هم حضور درلود، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، خوښ یم، په داسې وخت کې سره وینو چې د افغانستان او روسیې فدراسیون ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوي دي.

د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال د روسیې فدراسیون له لورې د افغانستان اسلامي امارت د رسميت پېژندنې مننه وکړه وې ويل، د روسیې فدراسیون له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو لپاره دروازه پرانیسته. ستاسو راتګ به د کابل او کازان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو او ګډې سوداګرۍ په زیاتېدو کې رغنده رول ولوبوي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند څرګنده کړه، موږ غواړو د تاتارستان په شمول د روسیې فدراسیون له ټولو جمهوریتونو سره پراخې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ولرو. اسلامي امارت د بې طرفه، متوازن او اقتصاد محوره سیاست په لرلو سره په مختلفو برخو کې د بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب هڅې کوي او د ټولو هغو هېوادونو پر مخ يې دروازه پرانېستې چې غواړي په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې پانګونه وکړي.

 د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دېته په اشارې چې دا مهال په افغانستان کې سرتاسري امنیت تأمین او د پانګونې لپارن زمینه برابره شوې ده وویل، د تاتارستان جمهوریت کولی شي له دغه فرصت څخه په استفادې په افغانستان کې د نفتو او ګازو په استخراج او تصفیه خانو جوړولو کې پانګونه وکړي.

د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي اولیګ کوروبچینکو افغانستان ته پر خپل راتګ د خوښۍ ترڅنګ د تاتارستان جمهوررئیس سلامونه او نېکې هیلې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ته وړاندې کړې.

نوموړي څرګنده کړه، د روسیې فدراسیون له لورې د اسلامي امارت تر رسمیت پېژندنې وروسته زه د روسیې فدراسیون لومړنی استازی یم چې افغانستان ته په رسمي سفر راځم له ما سره د زیات شمېر صنعتي شرکتونو استازي او رئیسان هم راغلي چې د بېلابېلو امارتي ادارو له مسؤلینو سره به لېدنې ولرو.

ښاغلي اولیګ کوروبچینکو زیاته کړه، که څه هم په تېرو درې کلونو کې د تاتارستان او افغانستان ترمنځ سوداګري وه، خو هیله لرم تر دې را وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې سوداګريزې او اقتصادي اړیکې لا پراخه او زیاتې شي.

د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل، د کاماز موټر جوړولو، د برېښنا او انرژۍ او پایپ لاین جوړولو شرکت په شمول تاتارستاني شرکتونه چمتو دي افغانستان کې د تېلو او ګازو د استخراج، د برېښنا تولید، د اوبو رسولو او د ترانسپورټي وسایلو تولید او نورو برخو کې پانګونه او همکاري وکړي.

نوموړي څرګنده کړه، هیواد یې چمتو دې چې د نفتو او ګازو د ارزونې په برخه کې افغان محصلینو ته د زده کړو زمینه برابره کړي، دغه راز تاتارستان لېواله دی د سیمه‌ ییز اتصال او سوداګرۍ کچې زیاتېدو په برخه کې له افغان سوداګرو او پانګوالو سره ګډ کار وکړي.

د دې کتنې په پای کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د تاتارستان جمهوررئیس رستم منیخانوف ته د خپلو نېکو هیلو او سلامونو ترڅنګ افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه.#