د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او محترم مولوي عبدالسلام حنفي په حضور کې نن په انټرکانټیننټال هوټل کې د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور ملاتړ کنفرانس کې د افغانستان برېښنا شرکت او یوشمېر پانګوالو شرکتونو ترمنځ د ۹۱۲۳ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید او برېښنايي زېربناوو جوړولو تفاهم لیکونه او د ۲۸۴ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید تړونونه لاسلیک شول.
پردې سربېره د ازبکستان او د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ هم د ۲۵۰ میلیون ډالرو په پانګونې د سرخان- پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځولو، د الوان دښتې سب سټېشن پراختیا، د ارغندۍ سب سټېشن پراختیا او همداراز تر شیخ مصري سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځول او د دغه سب سټېشن پراختیا پروژو عملي چارې هم پيل شوې.#