د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ یي او مل پلاوي سره چې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و، نن غرمه په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي، د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع او د اسلامي امارت مرستیال ویاند محترم ملا حمدالله فطرت هم حضور درلود، محترم رئیس الوزراء د چین د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چین او افغانستان دوه ښه او اوږدمهالي ملګري دي. موږ په نړیوالو غونډو کې د افغانستان په اړه د چین د مثبت دریځ، ملاتړ او د همکاریو قدرداني کوو.
محترم رئیس الوزرا څرګنده کړه، چین یوازې له افغانستان نه، بلکې د نړۍ له نورو هیوادونو سره هم په پرمختګ کې همکار پاتې شوی او تل یې مثبت رول لوبولی دی. له چین څخه مو غوښتنه داده چې پر نړیوال سټېج د افغانستان د برحقه دریځ د ملاتړ په موخه خپلې هڅې او همکارۍ دوامداره وساتي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت هیڅ ډلې او لوري ته د افغانستان له خاورې څخه د نورو په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي او له نورو هیوادونو هم غواړو چې د دوستۍ، ښو مناسباتو او مثبت تعامل لاره اختیار کړي.
د اسلامي امارت محترم رئیس الوزرا وویل، په افغانستان کې له تېرو ۴۵ کالو راهیسې ډېرې ستونزې وې چې د لویو قدرتونو په راتګ سره لا زیاتې شوې، مګر د اسلامي امارت له واکمنۍ سره د جګړو او ناامنۍ په ګډون ډېرې ستونزې حل شوې. زموږ پالیسي داده چې له ګاونډیو او نورو هیوادونو سره د ښو اړیکو او همکاریو له لارې مخته ولاړ شو. د چین په ګډون له ټولو هیوادونو سره د دوامدارو او مثبت اړیکو لرلو په پایله کې به ښه پرمختګونه ولرو.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ یي د چین او افغانستان تاریخي اړیکو ته په اشارې دواړه ښه ملګري هیوادونه وبلل او زیاته یې کړه، چین د افغانستان استقلال او د افغانانو انتخاب ته درناوی لري او باوري یوو چې دوی ښه مسیر ټاکلی دی.
نوموړي زیاته کړه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دایمي غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له جملې څخه زه یوازینی کس یم چې دوه ځله مې افغانستان ته سفر وکړ او دا له افغانستان سره زموږ ملګرتیا او صداقت ښیي. موږ مشترک راتلونکی لرو او غواړو چې اسیایي هیوادونه، په ځانګړې توګه افغانستان د عصري کېدو او پرمختګ په لور ګامونه واخلي.
ښاغلي وانګ یي وویل، چین له افغانستان سره په ملګرتیا کې صادق او ثابت قدمه دی. موږ له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې همکاریو ته چمتو یوو او د پرمختګ په برخه کې د افغانانو ملاتړ کوو. هیله ده چې افغانستان هم د امنیت په برخه کې زموږ اندېښنې درک کړي.
نوموړي زیاته کړه، د دواړو هیوادونو ترمنځ ښه امنیتي همکاري د افغانستان لپاره د ښه پرمختګ زمینه برابروي. هیله یې وښوده په دې اړه ددوی اندېښنو ته ځانګړې پاملرنه وشي او خپلې همکارۍ زیاتې شي.
محترم الحاج ملا محمد حسن اخند د چین د بهرنیو چارو وزیر ته وویل، زما نېکې هیلې د چین مشرتابه ته ورسوئ او هغوی ته ډاډ ورکړئ چې موږ په عمل کې ثابته کړې چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان له خاورې څخه هیچاته هم امنیتي ګواښ او یا بله کومه ستونزه نه ده متوجه شوې او نه هم چاته د دې اجازه ورکوو چې له افغانستان نه نورو ته زیان واړوي.