د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخند نن له غرمې مخکې د چین ولسي جمهوریت له بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه او د اسلامي امارت یو شمېر لوړپوړو چارواکو او سرپرست وزیرانو هم حضور درلود، دواړو لوریو په مختلفو برخو له هغې ډلې سوداګریزو او ترانزیټي مناسباتو او اقتصادي برخو کې د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
محترم ملا عبدالغني برادر د چین بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، افغانستان او چین تاریخي او دوستانه اړیکې لري او په سختو شرایطو کې د یو بل ترڅنګ ولاړ وو، په همدې اساس د دغو اړیکو ټینګښت او پراختیا زموږ لپاره ډېر اهمیت لري.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول چین سره د اړیکو پراختیا هڅه کوي او له افغانستان سره یې د چین د بشري مرستو مننه وکړه.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال پر دې ټینګار چې د افغانستان خاورې څخه به د هېڅ هیواد پر ضد استفاده ونشي وویل، موږ د چین ولسي جمهوریت سره رښتینو همکاریو ته ژمن یوو او په افغانستان کې د سولې او امنیت تامین د سیمې د سولې او ثبات په معنی دی.
محترم ملا عبدالغني برادر اخند دې ته په اشارې چې افغانستان پریمانه کانونه لري، له چین څخه وغوښتل چې د کانونو د استخراج، د انکشافي پروژو تطبیق او د لوګر د مس عینک پروژې کار پیل کړي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د ځنغوزو او زعفرانو په ګډون د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر پراختیا ټینګار وکړ او په لویه پروژه (یو کمربند ـ یوه لار) کې یې د افغانستان د شاملولو او په هغه هیواد کې د افغان محصلینو د درسونو پیل غوښتنه وکړه.
د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وویل، افغانستان او چین لرغونې او تاریخي اړیکې لري او موږ هیله لرو د دواړو هیوادونو دوستي دوام او پیاوړې شي.
هغه زیاته کړه، چین د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او موږ د افغانانو خپلواکۍ او باورونو ته د احترام په سترګه ګورو. چین د اسلامي امارت مثبت اقدامات ستایي او د ټولشموله دولت جوړولو او د افغان ښځو او ماشومانو په ژوند کې مثبت بدلون مهم دی.
د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل، هیواد یې له افغانانو سره عاجلې مرستې برابرې کړې دي او موږ پر هغو سیمو تمرکز کوو چې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
وانګ یي څرګنده کړه، چین له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا په برخه کې بریالی دی او تیار دی ترڅو د کانونو د استخراج او د سړکونو او روغتونونو جوړولو سره همکاري وکړي. همداراز چین ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د وارداتو زیاتوالي په برخه کې به هڅه وکړو او د افغانستان په اقتصادي وده کې د افغان محصلینو رول ته په پام به د چین سفارت په دې برخه کې اقدام وکړي.
نوموړي د دواړو هیوادونو ترمنځ په امنیتي همکاریو ټینګار وکړ وې ویل، د چین په کوربه توب په نږدې راتلونکې کې د بهرنیو چارو وزیرانو یوه غونډه جوړېږي او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته یې هم د ګډون بلنه ورکړه.
په دې کتنه کې د سوداګرۍ او صنعت او د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیرانو او د یو شمېر وزارتونو مرستیالانو هم خبرې وکړې او په چین کې د افغانستان د سوداګریزو اتشو د بیا فعالیت، ځینو توکو ته د مارکېټونو جوړولو، د ځانګړو سوداګریزو، ترانسپورټي، لوجستیکي او مالي چوکاټونو برابرولو، د صادراتو د معیاري کولو لپاره د چین د معتبرو لابراتوارونو د څانګو پرانیستو، افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې، د پانګونې د پراختیا هوکړه لیکونو لاسلیکولو، د اقتصادي زونونو جوړولو، له اوبو، باد، ډبرو او لمر څخه په استفادې د انرژۍ په برخه کې د پانګونې او د صنعت په برخه کې افغان انجینرانو ته د روزنځایونو جوړولو په اړه یې خپل وړاندیزونه مطرح کړل.
همداراز یادو مسوولینو د مس عینک د استخراج پروژې د بیا کار پیلولو او د هیواد د نورو کانونو د استخراج په برخه کې د چین له ظرفیتونو څخه د استفادې او د جیولوجي سروې او کانونو استخراج په برخه کې د افغان کادرونو روزلو په اړه خپلې غوښتنې د چین پلاوي سره شریکې کړې.