د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشري او د ټرانسپورت او هوایي چلند، کورنیو چارو، فواید عامې، عامې روغتیا وزارتونو او د ترافیک پولیسو عمومي ریاست او نورو اړوندو ادارو د وزیرانو، مرستیالانو او د مسلکي او تخنیکي مسئولینو په ګډون د ترافیکي چارو د تنظیم او پر واټ د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحې د ارزونې غونډه، نن جوړه شوه.
په دې غونډه کې د ترافیکي اشارو او نښو ، د لارښودو لوحو، په ګولایانو کې د مقعرو او محدبو هندارو د لګولو، د پټلیو د ګارډ د ایجاد او د واټونو او لویو لارو د کرښو اېستلو، د تخنیکي چک او معاینې او د موټر چلوونکو د روغتیایي او مصئونیت کارتونو د وېش، په ښارونو او لویو لارو کې د ترافیکي سرغړونو او د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه او د شخصي، مساپروړونکو او باروړونکو موټرونو په تګ او راتګ کې د نظم رامنځته کولو لپاره د نورو اړتیا وړ مواردو په اړه هراړخیز بحث او ارزونه وشوه او د غونډې په پای کې لازم تصمیمونه ونیول شول.