د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ننګرهار له یو شمېر قومي مشرانو سره  وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ننګرهار له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار له یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل.

په دې ناسته کې د ننګرهار د شیرزادو او خوږياڼیو ولسوالیو راغلو قومي مشرانو په سرتاسري امنیت او د ولسونو پرمخ د مسؤولینو د دروازو له پرانستلو خوښي وښوده او ویې ویل، له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

هغوی دغه راز د خپلو سیمو یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له راغلو قومي مشرانو څخه د مننې تر څنګ وویل، ټول مسؤولین دا خپل مکلفیت بولي چې د ولسونو ستونزې واوري او ورته رسیدګي وکړي.

هغه زیاته کړه، د ننګرهار د اوسېدونکو د ستونزو د حل لپاره به اړونده ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.